اندونیزیايي چارواکي وايي چې ښایي په دغه هېواد کې د وروستۍ زلزلې او سونامي له کبله د مړو شمېر زرګونو کسانو ته ورسېږي.
د دغه هېواد چارواکي وايي، د ژغورنې عملیات روان دي او یو شمېر خلک تر خاورو لاندې او ځینې نور یې لا تر اوسه ورک دي. د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو تېره ورځ د پېښې سیمې ته تللی و . ویدودو وويل: ستونزې ډېرې دي او باید ډېر کار وشي، خو حالت او شرایط اجازه نه راکوي.
د ژغورنې یو مامور یوسف له مېټرو ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې ډېرو خلکو ته یې د خپلو عزیزانو د ورکېدو په اړه معلومات ورکړي دي. دی وایي، یو شمېر کسان تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې دي.
د اندونیزیا د ولسمشر مرستیال وايي چې ښايي د مړو شمېر زرګونو تنو ته ورسېږي. په همدې حال کې د اندونیزیا له بېړنیو چارو سره د مبارزې د ادارې ویاند نګروهو ویلي، چې له ډېرو سیمو څخه تر اوسه معلومات نه لري، ځکه چې تماسونه نشته، برېښنا پرې شوې ده او چارواکي نه پوهېږي چې هلته څه روان دي.
په ورکو شویو کسانو کې یو شمېر بهرنیان هم شته چې درې پکې فرانسویان، یو د جنوبي کوریا او یو د مالیزیا هېواد اتباع دي.
تر دې وړاندې هم په ۲۰۰۴ز کال کې په اندونیزیا کې یوې زورورې زلزلې او سونامي لسګونه زره کسان ووژل.