د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲۵مې نېټې د ميانمار په پلازمينې نېبدو کې د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير ټين ماونګ سوي سره وليدل او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو پر اړيکو او همکاريو يې خبرې وکړې.
وانګ يي په ليدنه کې وويل، چې چين د ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ د ګټو په برخو کې د ميانمار د هڅو ټينګ ملاتړ کوي او ورسره به د ستراتيژو تبادلې او د زلزلې وروسته د بيارغونې په چارو کې همکارۍ پياوړې کړي.
وانګ يي زياته کړه، چې هېواد به يې له ميانمار سره د برېښنا، نفتو او ګازو، سوداګرۍ، پانګونې او نورو نويو سمسورو برخو همکارۍ به زياتې کړي، د چين او ميانمار اقتصادي دهليز ابادۍ ته به وده ورکړي، د سرحدي سولې او ثبات د ساتلو او د انټرنيټي او مخابراتي ټګانو او شوکمارانو د مخنيوي لپاره به ګډې هڅې وکړي او د ځوانانو تګ راتګ او روزنې به پياوړې کړي.
ټين ماونګ سوي وويل، چې ميانمار او چين وروڼه او ښه ګاونډيان دي او دواړو هېوادونو د سوله ييز ګډ ژوند پر ۵ اصولو ټينګار کړی او د هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او تګ راتګ نمونه يې جوړه کړې. نوموړي د يو چين پېژندنې پر اصل د ميانمار د ټينګار دريځ څرګند کړ او ويې ويل، چې ميانمار به له چين سره د لوړې کچې تګ راتګ پياوړی کړي او د وګړو د روزنې، زیربناوو، رېلپټليو، کرنې او مصنوعي ځراکتيا په برخو کې به همکارۍ ژورې کړي.




































