د چين د صادراتو او وارداتو ۱۳۹م نندارتون دوهم پړاو، چې د کورونو سامان الاتو ته ځانګړی شوی و، د اپريل د ۲۷مې نېټې په ماسپښين کې د دغه هېواد په ګوانګجو ښار کې پای ته رسېدلی دی.

د دغه نندارتون عمومي مساحت ۵۱۵ زره متر مربع ښودل شوی، چې پکې د کورنيو توکو، ډاليو او د ښکلا توکو، ساختماني موادو او فرنيچر په شمول ۲.۲۲ ميليونه توکي نندارې او پلور ته اېښودل شوي وو.

د خبر له مخې، د نندارتون په دغه پړاو کې د ۲۱۹ هېوادونو او سيمو کابو ۲۴۵ زرو بهرنيو پېرودونکو او سوداګرو هم ګډون کړی و، چې دغه شمېر د تېرې دورې نندارتون د همدې پړاو په پرتله ۲.۲ سلنه زياتوالی ښيي.



































