په کندوز ولایت کې د پنځو لوبډلو په ګډون د (امید وطن) په نوم د اي انډ جام د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې دي. سرچینې ویلي، چې دغه سیالۍ د کندوز کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي او د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د سپین غر او بست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او د مې میاشتې تر ۱۴ مې نېټې پورې به دوام وکړي. سرچینې زیاته کړې دغو سیالیو ته د امید وطن نوم ورکړل شوی، چې له دې وړاندې یې لومړی پړاو د قوش تېپې او د دویم پړاو لوبې یې د واخان په نومونو ترسره شوې وې.



































