په ننګرهار ولایت کې د زونونو په کچه د کرکټ نهم پړاو یو ورځنۍ «لېسټ اې» سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات ویلي چې دا سیالۍ د کورني کرکټ د څانګې له مهالوېش سره سم په ننګرهار کې پیل شوې. په دې سیالیو کې د ملي لوبډلې، د الف لوبډلې او د کورني کرکټ لوبغاړي ګډون لري او د خپلو زونونو په استازیتوب لوبې ترسره کوي. د بند امیر، سپین غر، بست، مس عینک او امو زونونو لوبډلې د دغو سیالیو برخه دي. د کرکټ بورډ په وینا، دا پړاو سیالۍ د کورني کرکټ د پیاوړتیا او د استعدادونو د موندلو لپاره مهمې بلل کېږي.




































