د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، تهران چمتو دی نړۍ ته ډاډ ورکړي چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو او په سیمه کې د ناامنۍ د رامنځته کولو په لټه کې نه دی. هغه ویلي، برعکس اسراییل له هر فرصت څخه د جګړې او ناامنۍ د پراخولو لپاره ګټه اخلي او د سیمې د بېثباتۍ هڅې کوي. پزشکیان ټینګار کړی چې ایران به له امریکا سره د خبرو پر مهال د خپل «عزت او سرلوړۍ» له اصولو تېر نه شي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې امریکا او اسراییل پر ایران د اټومي وسلو د هڅو تور پورې کوي، خو تهران دغه تورونه ردوي.




































