د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې، چین د ملي اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د پنځلسم پنځه کلن پلان عمومي طرحه خپره کړه، چې پکې د لوړ معیار لرونکي پرانیستوب د پراخولو، د «یو کمربند، یوې لارې» د لوړ کیفیت همکارۍ د پیاوړتیا، او د شنې پراختیا، مصنوعي ځیرکتیا، ډیجیټلي اقتصاد، عامې روغتیا او کرنې په څېر نویو برخو کې د همکارۍ د پراختیا په اړه د چین ثابت او دوامدار تعهد څرګند شوی دی.
په داسې حال کې چې نړیوال اقتصاد له سستۍ، سترو ننګونو، زیاتېدونکو نامعلومو حالاتو او راټوکېدونکو بېثباتیو سره مخ دی، د راتلونکې لپاره د چین دغه پلان جوړونه رښتیا هم زموږ د پرمختیايي هېوادونو ملګرو ته ارزښتناک پرمختیايي فرصتونه برابروي، چې افغانستان هم بېشکه پکې شامل دی.
یوازې څو اوونۍ وړاندې، د افغان سوداګرو یوه پلاوي چین ته سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کې یې د یيو (Yiwu)، هانګجو (Hangzhou) او شانګهای (Shanghai) په ګډون درې ښارونه ولیدل. هغوی هلته د چین د ډیجیټلي سوداګرۍ، د نوې کېدونکې انرژۍ ټکنالوژیو، ښاري پلان جوړونې او نورو برخو کې له لاسته راوړنو او پرمختګونو سره له نږدې بلد شول. دوی ټولو د یيو د نړیوالې سوداګرۍ له فعالې شبکې، د هانګجو د نوښتګرو ټکنالوژیو له غوړېدلو صنعتونو، او د شانګهای د عصري ستر ښار د اغېزمن مدیریت له غوره کړنو څخه ژور اغېز اخیستی و. زموږ افغان ملګرو، چې په دغه سفر کې یې ګډون کړی و، راته وویل چې چین د پرمختللو زېربناوو په برابرولو، د ډیجیټلي اقتصاد په ودې، او د صنعتي سکټور په پرمختیا کې دومره بریالی او د پام وړ دی، چې د چین او افغانستان ترمنځ عملي همکاري په بېلابېلو برخو کې حتماً لا پراخ امکانات او لا روښانه راتلونکی لري.
اوس مهال، چین او افغانستان د سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ لپاره له نویو فرصتونو سره مخ دي. لومړی، د دواړو هېوادونو اقتصادونه له یو بل سره خورا بشپړوونکې ځانګړتیاوې لري. چین بشپړ صنعتي سیستم، تخنیکي برتري، پراخ بشري ظرفیت او لوی بازار لري، په داسې حال کې چې افغانستان د کانونو او کرنیزو محصولاتو په څېر له بډایو سرچینو برخمن دی. په وروستیو کلونو کې، د افغانستان ځینې محصولات لکه جلغوزي او وچې مېوې چین ته صادرې شوې دي، چې دا د چین ـ افغانستان سوداګرۍ لپاره یو قوي او ټینګ بنسټ برابروي. له ۲۰۲۴ کال راهیسې، چین په رسمي ډول افغانستان ته د ګمرکي تعرفو په برخه کې د صفر تعرفې امتیاز ورکړی، چې د تعرفو ۱۰۰ سلنه موارد پکې شامل دي. په ۲۰۲۵ کال کې، د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱.۸۹ میلیارده امریکایي ډالرو ته ورسېده، چې دا یو تاریخي لوړ حد و او د تېر کال په پرتله یې نږدې ۲۰ سلنه زیاتوالی ښود. راتلونکې ته په کتو، د سوداګریزو توکو د لا متنوع کولو، د سوداګرۍ د حجم د پراخولو، او د سوداګریزو لارو د لا ښه تنظیم له لارې، چین او افغانستان ښه فرصت لري چې په سوداګرۍ کې لا ستره وده ثبت کړي.
دوهم، زموږ دواړه هېوادونه د زېربناوو او نښلېدنې په برخه کې د باکیفیته همکارۍ لپاره غوره فرصتونه لري. اقتصادي وده په سیمهییزو اسانتیا لرونکو زېربنايي اړیکو او اغېزمن لوژستیکي شبکې پورې تړلې ده. چین د باکیفیته ترانسپورتي او لوژستیکي خدمتونو په وړاندې کولو کې بډایه تجربه ترلاسه کړې ده، چې دا نه یوازې د چین خپل پرمختګ چټکوي، بلکې سیمهییزې اقتصادي همکارۍ ته هم نوی تحرک وربخښي. د افغانستان په اړه، د سیمهییزې نښلېدنې پیاوړتیا به بېشکه د سوداګرۍ د ودې لامل شي، چې په پایله کې به خلکو ته د لا ډېرو کاري فرصتونو او د ژوند د لا غوره معیارونو د برابرېدو مرسته وکړي، سربېره پر دې به سیمهییزه همکاري هم لا پیاوړې کړي.
سربېره پر دې، په داسې حال کې چې اقتصادي وده ورځ تر بلې د ډیجیټلي ټکنالوژیو له لارې پیاوړې کېږي، تمه ده چې د نوې انرژۍ، ښاري حکومتولۍ او چاپېریال ساتنې په څېر برخو کې همکاري لا ډېرې لاسته راوړنې ولري. افغانستان د انرژۍ د کمښت او د کثافاتو د مدیریت له امله له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی. په حقیقت کې، چین د یوه مرستندویه شریک په توګه ځانګړی ځای لري، ځکه موږ چمتو یو چې د شنې پراختیا او د ښاري حکومتولۍ د ښه والي په برخه کې خپل تخنیکي مهارتونه او غوره تجربې شریکې کړو. د ټکنالوژۍ د تبادلې او په یادو شوو برخو کې د عملي همکارۍ له لارې، زموږ دواړه هېوادونه به د اقتصادي همکارۍ نوې پاڼې پرانیزي.
له دې ټولو سره، هغه څه چې باید تل یې په پام کې ولرو دا دي چې د باکیفیته پرمختګ د تضمین په برخه کې، امنیت یو ډېر مهم عنصر دی. دوامدار امن او باثباته چاپېریال کولی شي یو هېواد یا ټوله سیمه لا ښه د پانګونې راجلبولو، د سوداګرۍ د پراختیا، او د اقتصادي ودې د ظرفیتونو د غوړېدو جوګه کړي. د چین لوری په رښتینې توګه هیله لري چې زموږ افغان ملګري د داسې خوندي، باثباته، اسانتیا برابروونکي او اغېزمن چاپېریال په رامنځته کولو او پیاوړتیا کې مرسته وکړي، چې هم د اقتصادي پرمختګ او هم د سوداګریزو فعالیتونو لپاره مناسب وي؛ داسې چاپېریال چې بېشکه به بهرنیو اتباعو ته هم دا باور او ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې ژوند وکړي، کار وکړي، پانګونه وکړي او پرمختګ ومومي. چین چمتو دی چې له خپلو افغان ملګرو سره د جلالتمآب ولسمشر شي جین پینګ لهخوا د وړاندې شوې نړیوالې پراختیا نوښت (GDI) په اغېزمن تطبیق، او د «یو کمربند، یوې لارې» د لوړ کیفیت همکارۍ په پیاوړتیا کې ګډ کار وکړي، څو د چین او افغانستان ترمنځ عملي همکاري لا ژوره شي، د پراختیا فرصتونه شریک شي، او د سیمې د سوکالۍ، ثبات او زموږ د دواړو ولسونو د هوساینې لپاره لا ډېره ونډه واخیستل شي.




































