د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (پيکس) وايي، د ۲۰۲۶ کال د مې میاشت کې د وسلهوالو فعالیتونو د زیاتېدو له امله د هېواد امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې، د پام وړ خراب شوی دی. د یاد انسټیټیوټ د میاشتني راپور له مخې، په دې موده کې وسلهوالو ډلو خپل بریدونه زیات کړي چې ورسره د مرګژوبلې، ځانمرګو بریدونو او سړي تښتونو پېښې هم لوړې شوې دي. راپور ښيي چې د مې په میاشت کې په پاکستان کې ۱۲۸ وسلهوال بریدونه شوي دي. په دغو پېښو کې ۷۱ ملکي وګړي، ۶۸ امنیتي سرتېري او د سولې کمېټو ۶ غړي وژل شوي، او سلګونه نور کسان ټپیان شوي دي. پيکس ټینګار کړی چې د حکومت د امنیتي هڅو سربېره، هېواد لا هم له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دی.



































