په روسیه کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن له هغو افغان ورزشکارانو سره لیدلي چې د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو نړیوال فورم کې د ګډون لپاره مسکو ته تللي وو. نوموړي د ورزشکارانو لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل چې ورزش د ملتونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د افغانستان د مثبت انځور د وړاندې کولو مهمه وسیله ده. سفیر همداراز پر افغان ورزشکارانو د لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړه او د هېواد د استازیتوب په برخه کې یې د هغوی رول مهم وباله.




































