د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ایران وسلهوال ځواکونه پر هغو هدفونو دفاعي بریدونه کوي چې ادعا کېږي د امریکا له لوري پرې د ملکي بېړیو د بریدونو لپاره کار اخیستل کېږي. عراقچي ویلي، دغه بریدونه د ځاندفاع په موخه ترسره کېږي او ایران د هغو اقداماتو ځواب ورکوي چې د ده په وینا د اوربند سرغړونه ده. نوموړي خبرداری ورکړی چې هر ډول خصمانه اقدام به له چټک او قاطع ځواب سره مخ شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز ټینګار کړی چې فشارونه، بندیزونه او پوځي ګواښونه به هغه موخې ترلاسه نه کړي چې د ده په وینا تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې.




































