د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست له لوري هغه افغان ورزشکاران وستایل شول چې په اسیايي سیالیو کې یې مډالونه ګټلي وو. د خبرپاڼې له مخې، د رزمي ورزشونو اسیايي سیالیو ته د لارموندنې په څلورم پړاو کې سمیع الله حمیدي د سپینو زرو مډال او نصرت جلالي، واصل مردان، احمد رضا ایماق او پرویز کاپیساوال د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي. همداراز، د نویو ځوانانو په اسیايي سیالیو کې روحید ستانکزي د سپینو زرو او محمد قاسمي د برونزو مډال ګټلی دی. دغه ورزشکاران پرون په کابل کې د ډالیو په ورکولو سره وستایل شول.




































