د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ایراني چارواکو ویلي چې د امریکا په بریدونو کې د ایران د جنوبي ساحلونو پنځه بېلابېلې سیمې په نښه شوې دي. د سرچینو په وینا، د دغو بریدونو هدفونه پوځي اډې، راداري تاسیسات او د توپخانې مورچلونه وو چې د ساحلي سیمو په بېلابېلو برخو کې موقعیت لري. راپور زیاتوي چې بریدونه د ایران په جنوبي ساحلي کمربند کې ترسره شوي، خو د دقیقو ځایونو، اوښتو زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه لا هم بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي. تر اوسه امریکايي او ایراني چارواکو د بریدونو د پایلو او زیانونو په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.




































