د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې واشنګټن له ایران سره د یوې «مانادارې» هوکړې په لټه کې دی او له تهران یې غوښتي چې د امریکا وړاندیز شوې هوکړه ومني. د راپورونو له مخې، ټرمپ ویلي چې دغه هوکړه به ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو منع کړي او دا یې «ښه هوکړه» بللې ده. نوموړي زیاته کړې چې امریکا د داسې هوکړې غوښتونکې ده چې عملي پایله ولري او ادعا یې کړې چې دواړه لوري یوې هوکړې ته نږدې شوي وو، خو ایران د خبرو بهیر اوږد کړی دی. ټرمپ همداراز خبرداری ورکړی چې واشنګټن به پر ایران فشارونو ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا لا هم روانه ده.





































