د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، هېواد یې د نړیوال امنیت د پېچلي او نهوړاندوینې کېدونکي وضعیت پر وړاندې د اټومي ځواک په توګه د خپل دریځ پیاوړتیا ته دوام ورکوي. د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي دا څرګندونې د واکمن کارګر ګوند د مرکزي کمېټې په غونډه کې کړې دي. کیم جونګ اون ویلي، په نړۍ کې وروستي کړکېچونه او امنیتي بدلونونه ښيي چې د هېواد د دفاعي او اټومي وړتیاوو ساتل او پیاوړي کول اړین دي. نوموړي امریکا او جنوبي کوریا تورن کړي چې د ګډو پوځي تمرینونو او اټومي ظرفیتونو په پراخولو سره د کوریا ټاپووزمې امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی کوي. هغه همداراز ادعا کړې چې د امریکا پالیسۍ د اروپا او منځني ختیځ په ځینو کړکېچونو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوې دي.





































