هند د پاکستاني پوځي رژیم له لوري پر افغانستان د ترسره شویو هوايي بریدونو، چې له امله یې، د ښځو او ماشومانو په ګډون، لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپيان شول، په کلکو ټکو غندنه کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د پاکستان دغه ښکاره تېری د افغانستان د ملي حاکمیت نقض او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.» یاد وزارت دغه اقدام د پاکستان د بېپروا چلند د دوام برخه بللې او ویلي یې دي چې اسلاماباد په دې ډول هڅه کوي خپلې کورنۍ ناکامۍ پټې کړي. هند همداراز د بریدونو له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د شهید شویو کسانو له کورنیو سره یې خپله ژوره خواشیني شریکه کړې ده. نوي ډیلي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا کلک ملاتړ کوي.






































