د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس ویلي، که ایران خپل اټومي پروګرام بیا پیل کړي، ګاونډي هېوادونه وګواښي یا له ترهګرو ډلو ملاتړ وکړي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د ځواب لپاره بېلابېل غوراوي ولري. د نوموړي په وینا، واشنګټن د ایران له هر ډول بېثباته کوونکو اقداماتو سره د مقابلې لپاره بېلابېلې لارې په واک کې لري. ونس ادعا کړې چې امریکا پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو له امله پر ایران هوايي بریدونه کړي او د هرمز تنګي له لارې یې د بېړیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړی دی. هغه زیاته کړې چې امریکايي او ایراني چارواکي په دوحه کې د سمندري تګ راتګ اړوند موضوعاتو په اړه غیرمستقیمې خبرې کوي. بل لور ته، ایران یو ځل بیا ټینګار کړی چې اټومي پروګرام یې سولهییز دی او د اټومي وسلو د جوړولو په اړه لګېدلي تورونه ردوي.






































