د اسپانیا په شمال ختیځ کې د کاتالونیا په سیمه کې پراخې اورلګېدنې شاوخوا ۷۵۰ هکټاره ځنګلونه سوځولي او د چاپېریال لپاره یې د پام وړ زیانونه اړولي دي. د رویټرز د راپور له مخې، د اور وژنې ډلې د اور د مهارولو لپاره په پراخو عملیاتو بوختې دي، خو اور لا هم تر کنټرول وتلی او په بشپړه توګه نه دی مهار شوی. چارواکي وایي، د اور د چټک خپرېدو لامل د لوړې تودوخې درجې او قوي بادونه دي، او هڅې روانې دي څو اور نږدې سیمو ته له پراخېدو ودرول شي.






































