الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا په منځګړیتوب د لبنان او اسراییل ترمنځ د اوربند د کړنلارې له لاسلیک سره سره، اسراییلي پوځ لا هم پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. په ورته وخت کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسراییل پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ایران نوی مشرتابه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا دروند مسوولیت پر غاړه لري.






































