رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سریلانکا په یوه زندان کې د بندیانو ترمنځ د دوو ورځو نښتو له امله ۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان دي. د راپور له مخې دغه نښتې د دایمي بندیانو او لنډمهاله توقیف شویو کسانو ترمنځ رامنځته شوې دي. سرچینې ویلي، چې د تاوتریخوالي د دویمې څپې پر مهال د زندان د شپږو کارکوونکو په ګډون ۲۳ کسان وژل شوي دي. چارواکو ویلي، د وضعیت د کنټرول لپاره بلوا ضد پولیس او ځانګړي ځواکونه سیمې ته استول شوي، ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او په زندان کې د پاککارۍ چارې روانې دي.






































