د چین د ګمرک د شمېرو له مخې، دغه هېواد د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ۱۰ میلیونه او ۳۷۷ زره ډېر روبوټونه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر کړي، چې ټولیز ارزښت یې نږدې ۲۰ میلیارده یوانو ته رسېږي. د راپور له مخې، چینایي روبوټونه دا مهال له ۱۵۰ څخه زیاتو هېوادونو او سیمو ته صادریږي او اروپایي ټولنه او د اسیا د جنوب ختیځ هېوادونو ټولنه (آسیان) یې له مهمو بازارونو څخه دي. د مالوماتو له مخې، د پاکوونکو روبوټونو صادرات تر ټولو لویه برخه جوړوي. د دغو روبوټونو د صادراتو ارزښت ۱۴ میلیارده یوانو ته رسېدلی، چې د چین د ټولو روبوټي صادراتو له ۷۰ سلنې څخه ډېره برخه جوړوي. همدارنګه، چین په همدې موده کې شاوخوا ۷۰ زره صنعتي روبوټونه هم بهرنیو بازارونو ته صادر کړي، چې د لېږد رالېږد، زیربنایي پروژو، ویلډینګ او بېلابېلو صنعتي برخو کې ترې کار اخیستل کېږي.






































