د چین د انساني سرچينو او ټولنیز ضمانت وزارت په وروستيو کې د انساني سرچينو او ټولنیز ضمانت د چارو پنځلسم پنځه کلن پلان خپور کړی دی.
په دغه پلان کې د يادو چارو د پرمختګ اووه عمده موخې ټاکل شوي او موخې ته د رسېدو لپاره اتلس مادي ګرافونه هم پکې وړاندې شوې او له اړوندو ادارو څخه غوښتل شوي، چې د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې باید په ښارونو او علاقه داریو کې د نویو استخدام شويو کسانو شمېر ثابت وساتي.
د پلان له مخې، د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې د چين په ښارونو او ښارګوټو کې دې د بیا استخدام شويو کسانو شمېر ۲۵ ميليونه وي، او د بېکارۍ کچه دې په سلو کې پنځه اعشاريه پنځه ته ښکته شي. برسیره پر دې، په همدې موده کې به د خلکو د مسلکي مهارتونو د روزنې شمېر له پنځوس ملیونو څخه زیات شي، چې په دې جملې کې به د بزګرو د روزنې اندازه ۱۷،۵ ميليونو ته ورسيږي.






































