د چين د ساينس او تخنيک ستايغونډه، د علومو اکاډمۍ د غړو ۲۲مه غونډه، د چين انجنیرۍ اکاډمۍ د غړو ۱۸مه غونډه او د چين د ساينسي او تخنيکي ټولنې يوولسم ملي کانګرېس د جولای د اتمې نېټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې ترسره شول.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسیون رئیس شي جين پینګ په دې ګډې غونډې کې ګډون کړی و او د عالي ساينسي او تخنيکي جايزو ګټوونکو ته يې جايزې ورکړي او ورپسې يې یوه مهمه وينا کړې ده.
شي جين پینګ غونډې ته په وینا کې هيله ښودلې، چې د یادو دواړو اکاډمیو غړي خپلو وياړمنو نومونو ته ارزښت ورکړي، په ساينسي چارو کې نه ستومانه کېدونکي کوششونه وکړي، مخکښ ساينس او تخنيک ته د پرمختګ ورکولو، د لويو دندو د ترسره کولو او د ځوانو مستعدو کسانو د روزلو په برخو کې لارښوونکې او نمونوی رول ولوبوي او د غښتلي ساينسي او تخنيکي هېواد د ابادۍ لپاره نوي خدمتونه وکړي.






































