په فلیپین کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښوېېدنې په پېښو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي. فلیپیني چارواکو ویلي، د سارانګاني کې ۱۰ کسان او په لاناو دل سور ولایت کې پنځه کسان مړه شوي دي. د یاد هېواد د هواپېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د «باوي» توپان له امله د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښوېېدنې خطر شته. دغه پیاوړی توپان د جاپان او چین پر لور روان دی او د ځینو سیمو لپاره د سختو بارانونو وړاندوینه شوې ده.






































