د شپږیزه کرکټ لیګ د یوولسم پړاو سیالیو په لړ کې امو نهنګانو لوبډلې سپینغر پړانګانو ته د ۸ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه. سپینغر پړانګانو په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې وکړې، خو امو نهنګانو دغه هدف په ۱۷.۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. په دې لوبه کې عمران میر ۸۸ او فیصل شنیوزاده ۵۵ منډې وکړې او د امو نهنګانو په بریا کې یې مهم رول ولوباوه. د یادونې وړ ده چې د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالۍ په خوست ولایت کې روانې دي.






































