په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي سون لې د جولای په ۱۰مه نېټه د دغه نړيوال سازمان په عمومي اسمبلۍ کې ويلي، د ملګرو ملتونو د سولې ابادوونکي کارونه بايد ځايي پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي او اړوندې سرچينې دې د بېوزليتوب، ښوونې، استخدام، طبي چارو او عمومي خدماتو ته توسعه ورکړي څو ولسي وګړي د سولې له ګټو برخمن شي، پر راتلونکي ژوند اميد ولري او په مرسته منونکو هېوادونو کې د تلپاتې سولې اقتصادي او ټولنيز بنسټ ټينګ شي.
نوموړي دا هم وويل، ملګرو ملتونو له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې د نړيوالو هڅو په همغږۍ، تر شخړې وروسته ښکيلو هېوادونو کې د سولې او پرمختګ په بيا اعاده کېدو کې مهم رول لوبولی دی.






































