د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۱۰مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د ناميبيا له ولسمشرې نيتومبو ناندي ندايتوا سره خبرې اترې وکړې.
د دواړو هېوادونو مشرانو په ګډه، خپلمنځي اړيکې په نوې زمانه کې د چين او ناميبيا د ګډ برخليک ټولنې کچې ته لوړې کړې.
شي جين پينګ ويلي، چين او ناميبيا ژوره دوديزه دوستي او د پرمختګ ګډې موخې لري. دواړو هېوادونو د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو راهيسې تل له يو بل سره مساوي چلند کړی، يو د بل يې ملاتړ کړی، خپلمنځي دوستانه همکارۍ يې ژورې کړې او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسولې دي.
د دواړو هېوادونو مشرانو تر خبرو اترو وروسته د اقتصاد او سوداګرۍ، روغتيا، پوهنې او بشري سرچينو په برخو کې د یو لړ همکاریزو سندونو لاسليک کولو بهیر وليده.
دواړو خواوو د ((چين او ناميبيا په نوې زمانه کې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ ګډه اعلاميه)) هم خپره کړه.






































