د تایلنډ د پلازمېنې بنکاک په یوه مشهور شپني کلپ کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د تایلنډ چارواکي وایي، پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲بجې رامنځته شوې ده. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ټولټال ۶۳ کسان ټپیان شوي چې د ۲۲ تنو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. چارواکي وايي، مړي او ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د پېښې د لامل د معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي. د ژغورنې ډلې لا هم د پېښې په ځای کې د مرستې او څېړنې چارې پر مخ وړي.






































