د امریکا پوځ ویلي، چې د ایران پر ضد یې د تهاجمي بریدونو نوې څپه بشپړه کړې ده. پوځ ویلي، په دغو عملیاتو کې یې لسګونه هدفونه په نښه کړي، څو د هرمز تنګي له لارې پر نړۍوالو سوداګریزو بېړیو د بریدونو د دوام لپاره د ایران پوځي وړتیاوې کمزورې کړي. واشنګټن ټینګار کړی چې دغه عملیات د سیمې د سمندري امنیت د خوندي کولو په موخه ترسره شوي دي.






































