د چين د بهرنیو چارو وزارت د اسیا رياست مسئول د جولای په ۱۲مې نېټې د دغه هېواد د جنوبي سمندرګي په اړه د جاپان د ناسمو څرګندونو په غبرګون کې په بېجينګ کې د جاپان لومړی وزيرمختار احضار کړی او سخته ناخوښي او احتجاج يې ورته وړاندې کړی دی.
د چين د بهرنیو چارو وزارت د اسیا رياست مسئول جاپان د چين د جنوبي سمندرګي مسئله کې تاريخي تورمخی بللی او په وينا يې دغه هېواد حق نه لري چې پدې مسئله کې مداخله وکړي.
چين ويلي، د جاپان ناسمې څرګندونې او کړنې له دويمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوی نړيوال نظم او قانوني حاکميت له ننګونو سره مخ کوي، د دوه ګوني معيار ښودنه کوي او د چین د جنوبي سمندرګي سوله او ثبات خرابوي او د سیمه ييزو هېوادونو له مشترکو ګټو او ارادې سره سمون نه لري.
هغه زياته کړې، چین به د جاپان لمسون ته پرېکنده ځواب ورکړي او خپل ځمکنی حاکميت او سمندري حقونه او ګټې به خوندي وساتي.






































