د امريکا، فليپين، استراليا، کاناډا په شمول څو هېوادونو د جولای په ۱۲مې نېټې د چین د جنوبي سمندرګي منځګړيتوب د قضاوت د لسمې کليزې د يادونې په هکله ګډه اعلاميه خپره کړې ده.
د چين بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې د چين د جنوبي سمندرګي مسئلې په اړه قانوني موقف او ټينګ دريځ ښودلی دی.
اعلاميه وايي، تاریخ د دې ښکارندويي کوي، چې چين د جنوبي سمندرګي پر ټاپوګانو او اړوندې سمندري سيمې ملي حاکميت، قانوني حقونه او خپلې ګټې لري او نړيوالې ټولنې هم دا حقیقت منلی دی.
اعلاميه دغه راز وايي، په جنوبي سمندرګي کې د بېړيو او الوتکو د تګ راتګ ازادۍ پر وړاندې هيڅ خنډ وجود نه لري او چين د دې سيمې سوله او ثبات ټينګ ساتي او په سيمه کې د بهرنيو هېوادونو پوځي موجوديت او پاروونکې کړنې د سیمې پر وړاندې اصلي ننګونې دي.
چين له اړوندو هېوادونو څخه غوښتي، چې ملي حاکميت، قانوني حقونو او ګټو ته یې درناوی وکړي، د ترينګلتيا د پارونې کړنې پای ته ورسوي او د سيمې له هېوادونو سره د خبرو او مشورو له لارې د نظريو توپيرونه حل کړي.






































