د چین بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۶م کال مصنوعي ځيرکتیا نړیوال کنفرانس او د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوال مدیریت لوړپوړې غونډه به د جولای له ۱۷مې تر ۲۰مې پورې په شانګهای کې ترسره شي.
خبر وايي، د چین دولت رئیس شي جين پينګ به د یادې غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون او وینا وکړي.






































