د امریکا مرکزي قوماندانۍ د جولای په ۱۲مه نېټه پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې ځواکونو يې په همدې ورځ د مازدیګر په پنځو بجو د ایران پر وړاندې د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ د نوي پړاو بريدونو موخه د سوداګریزو بېړيو پر وړاندې د ايران د خنډونو له منځه وړل ښودلي دي.
دا په روانه اوونۍ کې څلورم ځل دی، چې امريکايي ځواکونه پر ايران د بريدونو خبر ورکوي.
يادې قوماندانۍ د روانې میاشتې په ۱۱مه نېټه ویلي وو، چې په همدې ورځ يې د ایران پر شاوخوا ۱۴۰ پوځي هدفونو بریدونه کړي، چې پکې د توغنديو او بېپيلوټه الوتکو د توغولو مرکزونه، سمندري پوځي تجهيزات، د نظامي مهماتو زېرمتونونه، مخابراتي شبکې او د سمندرغاړي د څار مرکزونه شامل وو.
له امريکايي بریدونو وروسته، ايران هم خبر ورکړ چې په منځني ختيځ کې يې امريکايي اډې په نښه کړې دي.
ايراني رسنيو د جولای د ۱۳مې نېټې په سهار خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په عباس بندر، سيريک او يو شمېر نورو سيمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.






































