د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې ایران تل د هرمز تنګي «ساتونکی» و او په راتلونکې کې به هم خپل دغه رول وساتي. عراقچي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ټرمپ «بېخي رښتیا وايي» او هر هغه هېواد یا اړخ چې د هرمز تنګي له لارې سوداګریزو بېړیو ته د خوندي تګ راتګ زمینه برابروي، باید د خپلو خدماتو په بدل کې لګښت ترلاسه کړي. هغه زیاته کړې: «البته ۲۰ سلنه بیخي ډېره ده، موږ به انصاف وکړو.» د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، متحده ایالات به د هرمز تنګي د امنیت ټینګولو واګي په لاس کې واخلي. د ټرمپ په وینا، امریکا به د دې تنګي د امنیت د تأمین په بدل کې له دې لارې پر لېږدول کېدونکو ټولو مالونو ۲۰ سلنه فیس واخلي.






































