يوې لنډمهالې منځګړې محکمې د ۲۰۱۶م کال د جولای په ۱۲مې نېټې د فليپين په يوې اړخيزې غوښتنې د چین د جنوبي سمندرګي په اړه غيرقانوني قضاوت وکړ، خو دا د حیرانتیا وړ خبره نه ده، ځکه فیلیپین او ځیني لوېدیځ هېوادونه له ۱۰ کلونو راهیسې همکارۍ لري او د خپلو سیاسي موخو لپاره هڅې کوي، چې له دغسې غیر قانوني قضاوت څخه کار واخلي.
د فلیپین لویي رسنۍ د تېر جون له نیمایي راهیسې د ياد غیرقانوني قضاوت په اړه راپورونه ورکوي او د دغه هېواد د دفاع وزیر په شمول فليپيني سیاستوال د چین له خوا د غیرقانوني قضاوت د نه منلو په اړه بې بنسټه تورونه لګوي.
برسېره پر دې، امریکا، جاپان، برېتانیې، اسټرالیا او کاناډا هم په یوې ګډې اعلاميې کې ناسمه ادعا کړې، چې د جنوبي سمندرګي د تاریخي حقونو په اړه د چین ادعاوې هېڅ قانوني اساس نه لري.
مهمه نه ده چې دوی څه وايي او کومې مسئلې راپورته کوي، خو پر دغسې موضوعاتو حقیقت نه شي پټولی، ځکه ياد قضاوت غیرقانوني او بې اعتباره دی او هېڅ ځواک او نه هم دغه غیرقانوني قضاوت په جنوبي سمندرګي کې د چین ځمکنی حاکمیت او سمندري حقونه نه شي اغېزمنولی.
ځينو ته لس کاله وروسته مالومه شوه، چې ياد قضاوت له پیل څخه يوه سیاسي لوبه او د نړیوال منځګړیتوب په تاریخ کې یوه رسوایي ده او ډېرې سختې تېروتنې لري.
منځګړیتوب څه شی دی؟
منځګړیتوب د ښکیلو خواوو د ګډې موافقې او د نظرونو د تبادلې په پایله کې کېږي او کله چې ښکېلې خواوې موافقه ولري، نو درېيم لوري ته يې سپاري.
ځمکنۍ مسئلې د ملګرو ملتونو د سمندري قانون د کنوانسیون په چوکاټ کې نه دي راغلي او چین هم په ۲۰۰۶م کال کې د سمندري حدودو مسئلې “اجباري منځګړیتوب” پروسې څخه ایستلې دي.
فلیپین د جنوبي سمندرګي په اړه یواړخیزغيرقانوني قضاوت کړی، خو د منځګړیتوب د پیل لپاره هيڅ قانوني اړتیاوې نه لري.
فلیپین په جنوبي سمندرګي کې د بېلا بېلو خواوو د چلند په اړه د اعلامیې له هغو مقرراتو څخه سرغړونې کوي، چې د ښکېلو خواوو لخوا د دوستانه خبرو اترو له لارې د شخړو د سوله ییز حل په اړه دي او هم د چین او فلیپین له دوه اړخیزو تړونونو څخه سرغړونه کوي.
په فلیپین کې ځیني خلک په دې ښه پوهېږي.
پر داسې غیر قانوني قضاوت د دوی ټینګار دا ښکاره کوي، چې هغوی د فلیپین د “قربانۍ” او “حقونو ساتونکي” دي او هڅې کوي، چې نړیواله ټولنه وغولوي او ګمراه یې کړي.
د فلیپین حکومت له ۲۰۲۳م کال راهیسې، د چین پر وړاندې پالیسي بدله کړې او د جنوبي سمندرګي په مسئله کې پر له پسې پارونې او سرغړونې کوي.
فلیپین د روان کال د اسیان نوبتي ریئسه هېواد دی، نو هغه لېوال دی، چې له دغه فرصت څخه په استفادې د جنوبي سمندرګي مسئله نوره هم پراخه او اړونده شخړه په څو اړخیزه اجنډا کې شامله کړي او په دې توګه د سیمه ییزو همکاريو او خبرو اترو پروسه کمزورې کړي.
که فيپين هر څنګه هڅې کوي، چين ورته ارزښت نه ورکوي او رویه یې تل ثابته او روښانه ده.
چين د جنوبي سمندرګي په اړه تش په نوم قضاوت نه مني او نه یې پېژني او د دغه قضاوت پر بنسټ هر ډول ادعا ردوي او ټينګ مخالفت يې کوي.
ښايي ځينو ته دا کار نادره ښکاره شي، خو اصلي حقیقت دا دی، چې چين په تاریخي او قانوني لحاظ پر جنوبي سمندرګي او شاوخوا ټاپوګانو حاکمیت لري.
د چین او د اسیان د اکثرا غړو هېوادونو د ګډو هڅو په رڼا کې د جنوبي سمندرګي وضعیت ثابت ساتل شوی دی.
چین د اسیان له غړو هېوادونو سره مشورې ګړندۍ کړي، څو په جنوبي سمندرګي کې عملیاتي قانون ژر ترلاسه او دغه سمندرګی د سولې، دوستۍ او همکارۍ سمندر وګرځي.
که فلیپین له غیرقانوني قضاوت کار اخيستنې ته دوام ورکړي او سیمه ییزې سولې ته زیان ورسوي، نو دا به ورته ډېرې بدې پایلې ولري.






































