د راپورونو له مخې، د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې په ۲ جلا بریدونو کې لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په لومړي برید کې وسلهوالو د اپر دیر (بره دیر) په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان برید کړی، چې له امله یې درې پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. راپور زیاتوي چې څو ساعته وروسته، په بنو ښار کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پولیسو پر یوه تمځای برید کړی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه پنځه پولیس ټپیان شوي دي.






































