په پېښور کې د امریکا کونسلګرۍ ویلي، چې خپل فعالیتونه یې پای ته رسولي او نور به د خیبرپښتونخوا اړوند ټول ډیپلوماټیک او کونسلي خدمات په اسلاماباد کې د امریکا د سفارت د خیبرپښتونخوا څانګې له لارې وړاندې کېږي. د یادې کونسلګرۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا بدلون د خدماتو د تنظیم او دوام لپاره عملي شوی او مراجعین به له دې وروسته خپلې چارې په اسلاماباد کې تعقیبوي.






































