ایراني چارواکي په هرمزګان ولایت کې، د امریکا په تازه هوايي بریدونو کې اووه کسان وژل شوي دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په تازه بریدونو کې د ایرانشهر هوايي ډګر، د اورګاډي تمځای او د هرمزګان ولایت شپږ پلونه په نښه شوي دي. امریکايي پوځ تر اوسه د خپلو هدفونو بشپړ لېست نه دی خپور کړی. سنټکام ویلي، د دغو بریدونو هدف د ایران د پوځي وړتیاوو لا کمزوري کول دي. دغه بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ د روانو پوځي نښتو په دوام ترسره شوي دي.






































