د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي امریکا په تېره یوه اوونۍ کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د هوکړهلیک ټولې مادې نقض کړې دي. د الجزیرې د راپور له مخې، بقایي ویلي، چې امریکا په هرمز تنګي کې بېړۍ د «موازي لارې» کارولو ته اړ ایستې دي. د راپور له مخې، نوموړي ویلي چې دغه اقدام بېړۍ د ایران د چارواکو له خوا له ټاکل شوې لارې بهر تګ ته اړ باسي او د هوکړهلیک له مادو سره په ټکر کې دی.بقایي همداراز ویلي چې ایران د جګړې غوښتونکی نه و، بلکې یوازې یې د هغه څه پر وړاندې له ځانه دفاع کړې چې نوموړي «تپل شوې جګړه» بللې ده.






































