پاکستان له کویټ سره د انرژۍ په برخه کې د همکاریو او پانګونې د پراختیا په بدل کې دفاعي هوکړه کوي. رویټرز د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې، د دې هوکړې په اړه خبرې لا په لومړنیو پړاوونو کې دي، خو د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو له امله د دې بهیر بشپړېدل له ننګونو سره مخ کېدای شي. پاکستان تر دې وړاندې له سعودي عربستان سره هم دفاعي هوکړه کړې وه، چې له مخې یې پر سعودي هر ډول برید د پاکستان پر وړاندې برید ګڼل کېږي.






































