فاکس نیوز راپور ورکړی چې پېنټاګون په اردن کې د ایران په بریدونو کې د وژل شویو دوو امریکايي سرتېرو نومونه او انځورونه خپاره کړي دي. د راپور له مخې، ایزابیلا ګونزالس د امریکا د پوځ ۱۹ کلنه سرتېرې او لومړی بریدمن ټایلر جېمز فیهان د امریکا د پوځ ۲۵ کلن سرتېری و، چې د ایران په بریدونو کې وژل شوي دي. فاکس نیوز ویلي، دواړو سرتېرو تر دې وړاندې د امریکا په بېلابېلو پوځي ماموریتونو کې هم دندې ترسره کړې وې. د راپور له مخې، دا مهال په منځني ختیځ کې نښتې لا هم روانې دي او امریکايي ځواکونو د نهمې پرلهپسې ورځې لپاره د ایران پر اهدافو بریدونو ته دوام ورکړی، چې له امله یې د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا هم پر خپل ځای پاتې ده.




































