د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف په خپله اېکسپاڼه لیکلي، که د ایران امنیت تضمین نه شي، په سیمه کې به هېڅ زېربنا خوندي نه وي او د هرمز تنګي بشپړ امنیت هغه مهال ممکن دی چې امریکايي ځواکونه له سیمې ووځي. هغه ټینګار کړی چې د هرمز تنګي وضعیت به د جګړې له پیل مخکې حالت ته ونه ګرځي او ایران دا دریځ څو ځله څرګند کړی دی. قالیباف زیاته کړې: «په هغه سیمه کې چې موږ تېل ونه پلورو، نور به هم تېل ونه پلوري.» دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ او پوځي ترینګلتیا زیاته شوې ده.





























