د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران په هرمز تنګي کې پر تېرېدونکو بېړیو د راکېټ، ډرون یا بلې هرې وسلې برید وکړي، امریکا به سمدستي پوځي غبرګون وښيي. هغه ټینګار کړی چې د هر ډول برید په ځواب کې به په ایران کې ټاکل شوي اهداف، لکه پلونه او نورې مهمې زېربناوې، په نښه شي. ټرمپ زیاته کړې چې دا تګلاره به د هرمز تنګي په هر احتمالي برید کې عملي کېږي. نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او هرمز تنګی د نړۍ د نفتو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي.





























