د راپورونو له مخې امریکا او سعودي عربستان د «سولهییزې اټومي همکارۍ» په نوم هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې به یې امریکايي شرکتونو ته د سعودي عربستان د اټومي انرژۍ په پروګرام کې د پراخ ګډون زمینه برابره شي. د امریکا د انرژۍ وزارت ویلي، دغه هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره مهم ګام دی. د راپور له مخې، دا تړون د سعودي عربستان لپاره مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي، ځکه دغه هېواد له کلونو راهیسې د امریکا د اټومي ټکنالوژۍ د ترلاسه کولو هڅه کوي. تر دې مخکې ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی و چې ښايي دغه هوکړه سعودي عربستان ته د یورانیمو د بډاینې اجازه هم ورکړي، خو د تړون وروستي جزیات لا نه دي خپاره شوي.





























