الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا له ایران سره په خبرو بوخته ده او دا خبرې په ښه ډول روانې دي. د ټرمپ په وینا، ایران د یوې غونډې غوښتنه کړې چې هم د منځګړو او هم په مستقیم ډول مطرح شوې ده. هغه ویلي، امکان شته چې د دغو خبرو مثبتې پایلې ترلاسه شي. د امریکا ولسمشر ادعا کړې، که واشنګټن کمزوری دریځ خپل کړی وای، ایران به د لیدنې غوښتنه نه کوله او دا یې د امریکا د «سختو ګوزارونو» پایله بللې ده. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو څو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل پوځي بریدونه نه دي شوي.





























