د بېپولې ډاکټرانو نړیوالې بشري ادارې (ایم ایس ایف) له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ودروي او خبرداری یې ورکړی چې زرګونه افغانان د نیول کېدو، د عاید له لاسه ورکولو او د ایستل کېدو له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي. د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، ډېری افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نه کوي او یا هم هغه مهال د درملنې لپاره ورځي چې ناروغي یې جدي شوې وي. ایم ایس ایف ویلي، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د هغو ناروغیو د زیاتېدو لامل شوی چې د مخنیوي وړ دي، چې د ماشومانو خوارځواکي او د امیندوارۍ پر مهال جدي روغتیايي ستونزې هم پکې شاملې دي.





























