د بامیانو ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت ۴ غرختونکي په بریالیتوب سره د شاه فولادي ۵۱۴۰ متره لوړې څوکې ته ختلي دي. د مسوولینو په خبره، دغو ورزشکارانو په دوو ورځو کې د شاه فولادي څوکې ته د ختلو سفر بشپړ کړی او له بریالي صعود وروسته وستایل شول. چارواکي وايي، د دې غره ختلو موخه د غرختنې ورزش ته د خلکو، په ځانګړې توګه د ځوانانو، هڅول او په هېواد کې د سپورتي فعالیتونو پراختیا ده.





























