د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، امریکا به پرې سخت پوځي ګوزار وکړي او اوس د امریکا وار دی چې غبرګون وښيي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي، ایران د سېشنبې په ماښام د توغندیز برید هڅه کړې، خو د ده په وینا، پنځه واړه توغندي چې په لوړ سرعت توغول شوي وو، شنډ شوي دي. نوموړي زیاته کړې، له دې برید وروسته به امریکا خپل غبرګون وښيي او وروسته به معلومه شي چې ایا د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې هوکړې لپاره زمینه برابریږي که نه.





























