د عامې روغتیا وزارت ویلي چې ازبکستان په بلخ کې له ابوعلي سینا بلخي روغتون سره د ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي او غیري روغتیايي تجهیزاتو مرسته کړې ده. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو مرستو کې د ناروغانو بسترونه، ویلچرونه، یخچالونه او نور اړین تجهیزات شامل دي، چې د روغتیايي امکاناتو د پیاوړتیا او د روغتون د خدماتو د ښه والي لپاره برابر شوي دي. یاد وزارت ویلي، دا مرسته به د ابوعلي سینا بلخي روغتون د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې مرسته وکړي.





























