د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د هرمز تنګي د مدیریت په اړه د ایران او عمان ترمنځ خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي. عراقچي د ایران کابینې ته په خپل راپور کې ویلي، د تهران او مسقط ترمنځ مذاکرات د وروستي کېدو په حال کې دي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې امریکا ویلي د ایران پر ضد یې د تازه بریدونو پرېکړه لغوه کړې ده. بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ټینګار کړی، چې د ایران او عمان ترمنځ احتمالي هوکړه د هرمز تنګي د پرانېستل کېدو یا تړل کېدو معنا نه لري.





























