ټاکل شوې چې د فوټسال ملي لوبډله د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د کانټیننټال جام فوټسال سیالیو په لړ کې د روسیې ملي لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي. د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» راپور ورکړی چې دغه لوبه وروسته له هغې ترسره کېږي، چې د نیوزیلنډ ملي لوبډلې له روسیې سره له ټاکل شوې سیالۍ یوازې درې ساعته مخکې له لوبې انصراف وکړ. د سیالیو د مقرراتو له مخې، د دغې لوبې پایله درې ـ صفر د روسیې په ګټه اعلان شوه. د روسیې د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي ویلي، د نیوزیلنډ له انصراف وروسته یې د لوبډلې پروګرام بدل کړ او د رسمي سیالۍ پر ځای یې د افغانستان پر وړاندې راتلونکې لوبې ته ځانګړې تمریني غونډه ترسره کړه. د ۲۰۲۶ کال د کانټیننټال جام فوټسال سیالۍ د زمري له ۱۰مې تر ۱۵مې پورې د تایلنډ، افغانستان، روسیې، ویتنام او نیوزیلنډ د ملي لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.





























